امریکا له طالبانو سره د سولې خبرو کې د ګډون له پاره چمتوالی اعلان کړ

19 جوزا 1397 ساعت 9:40

د افغان د حکومت له لوري طالبانو ته د اوربند له اعلانه وروسته امریکا وايي، واشنګټن چمتو دی څو له طالبانو سره د سولې په خبرو کې ګډون وکړي.


د افغان د حکومت له لوري طالبانو ته د اوربند له اعلانه وروسته امریکا وايي، واشنګټن چمتو دی څو له طالبانو سره د سولې په خبرو کې ګډون وکړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دا خبرې د منځنۍ او جنوبي اسیا لپاره د امریکا استازې لیزا کرټس د تېرې پنشنبې غبرګولي په ۱۷مه کړې او ویلي یې دي، چې له طالبانو سره د اوربند تر اعلانه وروسته امریکا چمتو ده، چې د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې په خبرو کې برخه ولري.

مېرمن کرټس، زیاته کړې، چې امریکا له طالبانو سره د سولې په خبرو کې د افغانستان د حکومت په استازیتوب رول نه شي لوبولی؛ خو په خبرو کې برخه اخیستلی شي.

هغې ویلي«امریکا حاضره ده چې په خبرو کې ګډون وکړي، خو موږ د افغانستان د حکومت او خلکو پر ځای خبرې نه شو کولی. سیاسي جوړجاوړی باید د خبرو له لارې وشي دا باید د افغانانو له لوري او د افغانانو په مشرۍ وي.»

دې همداراز وویل چې د افغانستان د سولې په پروسه کې د پاکستان اندېښنو ته پاملرنه مهمه ده.

نوموړي زیاته کړې«دې حقیقت ته په کتو چې د حقاني شبکې په ګډون طالبان له تېرو ۱۶ کلونو راهیسې پاکستان کې پناهځایونه لري موږ له پاکستان څخه د سولې په پروسې کې د تسهیل لپاره مرسته غوښتې او هڅه مو کړې چې د پاکستان امنیتي اندېښنې درک کړو او دا یقیني کړو چې دا ګواښونه د سولې په هره پروسه کې په پام کې نیسو.»

امریکا پر داسې مهال له طالبانو سره د خبرو له پاره چمتوالی اعلانوي، چې له دې وړاندې طالبانو له افغان حکومت سره د سولې هر ډول مذاکرات رد کړي او ویلي یې دي، چې دوی چمتو دې د سولې په برخه کې له امریکا سره خبرې اترې وکړي.

له طالبانو د خبرو له پاره د امریکا چمتوالي پر داسې مهال اعلانېږي، چې د لومړي ځل له پاره تېرو ۱۶ کلونو کې افغان حکومت او وسله والو طالبانو یو د بل پر وړاندې اوربند اعلان کړی دي.

کابل کې د کابو ۳ زره دیني عالمانو تر غونډې او متفقې فتوا چې په کې یې افغانستان کې روانه جګړه ناروا بللې وه افغان ولسمشر په یوه ویډیويي پیغام کې و ویل، چې د علماوو فتوا او غوښتې ته په درناوي، د روژې له ۲۷ مې د اختر تر ۵ مې پورې د افغان طالبانو پر وړاندې اوربند اعلانوي.

د ولسمشر غني تر دغه اعلان درې ورځې وروسته وسله والو طالبانو هم نن شنبې د غبرګولي ۱۹ مه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د اختر په دریو شپو کې له افغان حکومت سره اوربند اعلان کړ.

ښاغلي غني ټولو امنیتي او دفاعي ځواکونو ته امر وکړ، چې د اوربند په شپو ورځو کې پر افغان طالبانو هر ډول برید ودروي.

د طالبانو رهبري شورا په دغه اعلامیه کې ټولو طالب جنګیالیو ته امر کړی، چې د اختر په لومړی، دوهمه او درېیمه ورځ پر داخلي مخالفینو(افغان دولت) هر ډول تعرضي عملیات ودروي، خو په وینا یې بهرني ځواکونه له دغه امر څخه مستثنا دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 105068

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/105068/

جمهور
  https://www.jomhornews.com