افغانستان د نظم برخه کې تر ۱۴۲ هېوادونو وروسته دی

19 جوزا 1397 ساعت 9:55

یوه تازه سروې ښيي، چې افغانستان تر ونزوئلا وروسته هغه هېواد دی چې د قانون او نظم په برخه کې د ۱۴۲ هېوادونو په وروستۍ برخه کې راځي.


یوه تازه سروې ښيي، چې افغانستان تر ونزوئلا وروسته هغه هېواد دی چې د قانون او نظم په برخه کې د ۱۴۲ هېوادونو په وروستۍ برخه کې راځي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه سروې د ګالوپ نړیوالې مؤسسې د ۱۴۲ هېوادونو له شاوخوا ۱۴۸ زره کسانو سره د مرکو پر اساس یې چمتو کړې ده.

سروې په نړۍ کې د قانون او نظم په اړه په ۲۰۱۷ کال کې د مرکو ترسره کولو له لارې شوې او به کې له خلکو د خپلو سیمو له پولیسو څخه د رضایت، په خپلو سیمو کې د ډاډه ګرځېدو او جرمونو په اړه پوښتنې شوي دي.

ګالوپ په خپل راپور کې لیکي، چې د نړۍ ۶۹ فیصده خلک په خپلو پولیسو ډاډه دي، ۶۸ فیصده کولی شي په خپلو سیمو کې د شپې مهال په ډاډه زړه تګ راتګ وکړي او ۵ فیصده نورو ویلي چې پر دوی یرغل شوی او یا ځورول شوي دي.

ګالوپ دغو پوښتنو ته د مثبت ځواب ویونکو لپاره په هر هېواد کې د هغه هېواد د نفوس پر اساس درجې ټاکلي دي.

سنګاپور د هغه هېوادونو په سر کې دی چې تر ټولو ډېرو وګړو یې رضایت څرګند کړی دی او وینزویلا په وروستۍ برخه کې راغلی دی، خو افغانستان تر ونزوئلا یوه درجه لوړ ځای کې راغلی دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 105069

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/105069/

جمهور
  https://www.jomhornews.com