برېتانیا نړیوال بازار ته د افغاني تولیداتو په رسولو کې مرسته کوي

19 جوزا 1397 ساعت 9:59

د افغان حکومت اجرائیه رییس ډاکتر عبدالله عبدالله له بریتانیا غوښتني، چې نړیوالو بازارونو ته دې د افغانستان د تولیداتو په رسېدو کې مرسته وکړي.


د افغان حکومت اجرائیه رییس ډاکتر عبدالله عبدالله له بریتانیا غوښتني، چې نړیوالو بازارونو ته دې د افغانستان د تولیداتو په رسېدو کې مرسته وکړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې عبدالله عبدالله له بریتانیا نه د درې ورځنۍ کتنې په لړ کې د بریتانیا د نړیوالو پرمختیایي چارو له وزیرې پیني لوپ ماري سره کتلي دي.

د اجراییه ریاست نه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، ښاغلي عبدالله له مېرمن ماري نه غوښتي چې له هېواده یې تمه کوي څو د افغانستان په اړه نړیواله اقتصادي غونډه کې چې روان کال په نوومبر میاشت کې د سویس په جینوا کې جوړېږي فعاله ونډه واخلي.

د خبرپاڼې له مخې ماري هم ژمنه کړې چې وزارت به یې په دې او د افغانستان د حکومت د نورو لومړیتوبونو په برخه کې اړینه همکاري وکړي.

عبدالله دغه راز په دې سفر کې د بریتانیا له ولیعهد شهزاده او د دې هېواد د بهرنیو چارو له وزیر سره کتنې کړې او له لومړۍ وزیرې ترزا مې سره به هم وګوري.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 105070

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/105070/

جمهور
  https://www.jomhornews.com