د امریکا د متحده ایالاتو دفاع وزیر وايي، قطر او متحده عربي امارات په افغانستان کې د ناټو په مشرۍ د غوڅ ملاتړ له ماموریت سره یوځای شول.
د جمهور آژانس د خبر له مخې جنرال جیمزمتیس پرون د بلجیم په پلازمېنه بروکسل کې د افغانستان په اړه د ناټو د دفاع وزیرانو په غونډه کې دغه راز زیاته کړه، چې هند هم د مهمو پراختیايي مرستو ژمنه کړې ده.
نوموړي په خپلو خبرو کې زیاته کړې« په افغانستان کې د ناټو په مشرۍ د غوڅ ملاتړ ماموریت په اړه باید ووایم چې د ناټو کلک تعهد او زموږ د جنوبي اسیا د پالیسي عملي کېدو د ثبات د ټینګښت لپاره هڅې تازه کړې دي،په دې کې د هند له لوري د تازه، مهمو پراختیايي مرستو ژمنه شاملېږي، په وروستیو کې، قطر او متحده عربي اماراتو هم له موږ سره لاس یو کړ چې د غوڅ ملاتړ ماموریت لپاره زموږ د ائتلاف د غړیو شمېر یې یوڅلوېښتو ته ورساوه.»
په ورته وخت کې د ناټو عمومي منشي، ینس سټولټنبرګ اعلان کړی، چې د تړون غړي هېوادونه او شریکان یې نه یوازې دا چې په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ ماموریت سره خپل تعهد ټینګ ساتي، بلکې خپله ونډه یې زیاته کړې ده.
سټولټنبرګ وویل چې د جمعې په ورځ د شویو بحثونو پر اساس، په ډاډ ویلائ شي چې د افغانستان د امنیتي ځواکونو د مالي ملاتړ موافقه به تر ۲۰۲۴ مېلادي کاله تمدید شي.
د هغه په وینا، په دې اړه وروستۍ پرېکړه به د جولای میاشتې په دولسمه نېټه، د ناټو د غړیو هېوادونو د مشرانو په غونډه کې اعلان شي.
باید و ویل شي، دا لومړی ځل دی، چې عربي دولتونه په افغانستان کې د ناټو به مشرۍ د پوځي ماموریت له ائتلاف سره یو ځای کېږي.
جمهورخبري آژانس:کابل