د امریکا دفاع وزیر:

افغان ځواکونه پیاوړي او د پرمختګ په حال کې دي

19 جوزا 1397 ساعت 10:26

د امریکا دفاع وزیر جیمز متیس وايي افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه پیاوړي او د پرمختګ په حال کې دي.


د امریکا دفاع وزیر جیمز متیس وايي افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه پیاوړي او د پرمختګ په حال کې دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې متیس دغه څرګندونې پرون جمعه د بلجیم په پلازمېنه، بروکسل کې د افغانستان پر حالاتو د ناټو د دفاع وزیرانو غونډې ته د وینا پر مهال ویلي همدا د افغان ځواکونو پیاوړتیا ده چې افغان ولسمشر محمد اشرف غني د کافي اعتماد له مخې له خپله لورې موقت اوربند اعلان کړی دی.

نوموړي زیاته کړې«زه باید ووایم چې د افغانستان امنیتي ځواکونه د ښه کېدو دي، د افغانستان د اردو ټولې شپږ فرقې په هغه هېواد کې ځای پرځای دي چې د افغانانو هوډ څرګندوي، په داسې حال کې چې د افغانستان حکومت د ناټو په مرسته، د خپلو خلکو لپاره د داسې باثباته سیاسي نظم په لټه کې دی چې ټول په کې شامل وي.

متیس وایي، د افغان ولسمشر غني له خوا د اوربند اعلان طالبانو ته موقع ورکړې، چې جګړه بنده کړي او سولې ته کېني.

د هغه په وینا دا نړیوالو ته څرګندوي چې د محمد اشرف غني حکومت او د امریکا متحدان په افغانستان کې سولې ته متعهد دي او د سولې داسې پروسه غواړي چې افغانان يې مشري کوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 105073

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/105073/

جمهور
  https://www.jomhornews.com