۰

ناټو وايي، ټاکنې د افغان ستونزو د حل لپاره مهم پرمختګ دی

شنبی ۱۹ جوزا ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۳۴
د ناټو عمومي منشي، ینس سټولټنبرګ وايي، را روان د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو ټاکنې په افغانستان کې د ستونزو د حل لپاره مهم پرمختګ دی.
ناټو وايي، ټاکنې د  افغان ستونزو د حل لپاره مهم پرمختګ دی
د ناټو عمومي منشي، ینس سټولټنبرګ وايي، را روانې (د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو) ټاکنې په افغانستان کې د ستونزو د حل لپاره مهم پرمختګ دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې سټولټنبرګ، پرون جمعه د بلجیم پلازمېنه بروکسل کې د ناټو د دفاع وزیرانو غونډې ته ویلي، چې په اکتوبر کې به افغانستان کې ټاکنې  یو مهم پرمختګ وي.

هغه زیاته کړې«په اکټوبر کې انتخابات به یو مهم پرمختګ وي، موږ د افغانستان حکومت د اصلاحاتو دوام، د اداري فساد پرضد د مبارزې جاري ساتلو او د ټولو افغانانو دانساني حقونو د خوندیتوب لپاره کار ته هڅوو، موږ همدا راز ټینګار کوو چې د سیمې ټول هېوادونه رغونکی رول ولوبوي.»

په افغانستان کې د ولسي جرګې او د ولسوالیو د شوراګانو انتخابات د مېزان پر ۲۸ نېټه کېږي.

دغه راز سټولټنبرګ و ویل چې د جمعې په ورځ د شویو بحثونو پر اساس، په ډاډ ویلای شي چې د افغانستان د امنیتي ځواکونو د مالي ملاتړ موافقه به تر ۲۰۲۴ مېلادي کاله تمدید شي.

د هغه په وینا، په دې اړه وروستۍ پرېکړه به د جولای میاشتې په دولسمه نېټه، د ناټو د غړیو هېوادونو د مشرانو په غونډه کې اعلان شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي