سیمه ییز چارواکي وايي، وسله والو طالبانو کندوز ولایت کې پر سیمه ییزه پولیسو او ولسي پاڅونکوونکو بریدونه کړي او ۲۵ تنه یې ترې وژلي دي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې چارواکي زیاتوي، چې پېښه تېره شپه (دغبرګولي ۱۹مه) د کندوز ولایت په قلعه زال ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې ده.
د قلعه زال ولسوال امان الدین قریشي ویلي، طالبانو د یادې ولسوالۍ د کلوخ او باغيچې په سیمې کې د سیمه ییزو پولیسو او د ولسي پاڅونکووکو پر پوستو برید کړي دي.
نوموړي زیاته کړه، چې په دغه بریدونو کې د سیمه ییزو پولیسو او د ولسي پاڅونکووکو اړوند ۲۵ تنه منسوبین وژل شوي دي.
د هغه په وینا سیمې ته د کمکي ځواکونو په رسېدو سره ۸ طالبان هم وژل شوي او ۹ نور ټپیان شوي دي.
ولسوال وایي، د طالبانو بریدونه په شاه تمبول شوي او دا مهال سیمه د افغان ځواکونو په کنټرول کې ده.
طالب ویاند ذبیح الله مجاهد هم د کندوز په قلعه زال ولسوالۍ کې د ۶ امنیتي پوستو د نیولو او دغه راز د ۲۵ پولیسو د وژلو ادعا کړې ده.
جمهورخبري آژانس:کندوز