هرات کې د پوځ ۱۷سرتېري او ۱۴ طالبان وژل شوي

19 جوزا 1397 ساعت 11:53

سیمه ییز چارواکي وايي، هرات ولایت کې د افغان پوځ پر پوستو د طالبانو په برید کې ۱۷د ملي اردو سرتېري وژل شوي او یو تن ټپي شوی دی.


سیمه ییز چارواکي وايي، هرات ولایت کې د افغان پوځ پر پوستو د طالبانو په برید کې ۱۷د ملي اردو سرتېري وژل شوي او یو تن ټپي شوی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې نښته تېره شپه (د غبرګولي ۱۹مه) د هرات ولایت د زاول ولسوالۍ په عزیزآباد سیمه کې رامنځ ته شوې ده.

د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد وایي، د طلبانو یوې ۱۵۰ کسیزره ډلې په یاده سیمه کې پر د ملي اردو پر پوستو ډلیز بریدونه کړي دي.

نوموړي زیاته کړه، چې د طالبانو په دغه برید کې د ملي اردو ۱۷سرتېري وژل شوي او یو تن یې ټپي شوی دی.

هغه زیاته کړې، چې وروسته سیمې ته نور کمکي ځواکون رسېدلي، چې په ځوابیه برید کې ۸ طالبان وژل شوي او ۱۳ نور ټپیان شوي دي.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 105079

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/105079/

جمهور
  https://www.jomhornews.com