ولسمشر د کوچیانو له استازو غوښتي، چې طالبان سولې خبرو ته وهڅوي

19 جوزا 1397 ساعت 12:39

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د کوچیانو له یو شمېر استازو غوښتي، چې افغان طالبان د سولې د خبرو له پاره بین الافغاني خبرو ته وهڅوي.


افغان ولسمشر محمد اشرف غني د کوچیانو له یو شمېر استازو غوښتي، چې افغان طالبان د سولې د خبرو له پاره بین الافغاني خبرو ته وهڅوي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې غني په ارګ کې د کوچیانو له استازو سره لیدلي او ژمنه یې کړې، چې د هېواد له اساسي قانون سره سم په د کوچیانو ټولو ستونزې په تېره بیا تعلیم ته لاس راسي او استوګنې ځایونو ورکولو ستونزه به حل کړي.

په ورته وخت کې د کوچیانو له استازو او قومي مخور غوښتي، چې افغان طالبان د سولې بین الافغاني مذاکراتو ته وهڅوي.

نوموړي په خپلو خبرو کې اوربند ته په اشارې سره ویلي، ځینو کسانو ویل چې اوربند په افغانستان کې امکان نه لري او نه هم څوک د دې واک لري، چې اوربند وکړي، خو په وینا یې ما د اوربند په اعلان سره ثباته کړه، چې هم اوربند کېدای شي او هم زموږ په واک کې دي.

باید و ویل شي، چې افغان ولسمشر د تېري پنشنبې په ورځ د روژې له ۲۷ د اختر تر ۵ مې پورې یو اړخیزه اوربند اعلان کړ او ویې ویل، چې افغان امنتي او دفاعي ځواکونه به په یاده موده کې پر افغان وسله والو طالبانو هېڅ ډول بریدونه نه کوي.

د ولسمشر غني له دغه اعلان دوه ورځې وروسته نن شنبې د غبرګولي ۱۹ وسله والو طالبانو هم اعلان وکړ، چې د اختر له درې ورځې اوربند دی.

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد وایي، ټولو طالب جنیګالیو ته امر شوی، چې د اختر په دریو ورځو کې په کورنیو مخالفینو هغه که نظامي دي او که ملکي هېڅ ډول تعرضي بریدونه ونه کړي، خو په وینا یې بهرني ځواکونه له دغه امر څخه ګوښي دي.

د یادونې وړ ده، چې د افغان حکومت او وسله والو طالبانو د اوربند دغه اعلان په کور د ننه او ان نړیواله کچه ستایل شوی او د هرکلي تر څنګ یې له دواړو لورو غوښتنه کړې، چې دا اوربند دایمي او د سولې خبرې پیل کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 105084

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/105084/

جمهور
  https://www.jomhornews.com