عبدالحق شفق بیا د فاریاب والي وټاکل شو

19 جوزا 1397 ساعت 12:54

د سیمه ییزه اروګانونو خپلواکې ادارې اعلان وکړ، چې عبدالحق شفق د فاریاب ولایت د والي په توګه ټاکل شوی دی.


د سیمه ییزه اروګانونو خپلواکې ادارې اعلان وکړ، چې عبدالحق شفق د فاریاب ولایت د والي په توګه ټاکل شوی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې یادې ادارې ویلي، چې شفق لوړې زده کړې او د سیمه ییزه حکومتولی په برخه کې ښه تجربه لري نو ځکه په موافق رتبه بست کې د فاریاب د والي په توګه ټاکل شوی دی.

باید و ویل شي، چې شفق تر دې وړاندې هم د سرپل، دایکنډي، سمنګان او فاریاب د والي په توګه دندې تر سره کړې دي، چې دا دی یو ځل بیا د فاریاب والي شو.

دا والي پر داسې مهال فاریاب ته ټال کېږي، چې په دې وروستیو کې په دې ولایت کې ناامنیتۍ زیاتې شوي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 105087

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/105087/

جمهور
  https://www.jomhornews.com