ولسمشر د اوبو او برېښنا وزیر له دندې لرې کړ

19 جوزا 1397 ساعت 13:37

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د یوه حکم په ترڅ کې د اوبو او برېښنا وزیر علي احمد عثماني له دندې لرې کړی دی.


افغان ولسمشر محمد اشرف غني د یوه حکم په ترڅ کې د اوبو او برېښنا وزیر علي احمد عثماني له دندې لرې کړی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه حکم چې نن شنبې د غبرګولي ۱۹ مه صادر شوی په کې د یاد وزارت چارې انجنیر محمدګل خُلمي ته سپارل شوې دي.

د ولسمشر په حکم کې راغلي، چې ولسي جرګې ته د نوي وزیر تر معرفي کولو پورې د اوبو او بریښنا وزارت د سرپرستۍ چارې د دغه وزارت د انرژۍ مرستیال محمدګل خُلمي ته، د اوسنۍ دندې سربیره، سپارل کېږي.

ولسمشر غني څو ورځې وړاندې امر وکړ، چې د اوبو او بریښنا وزارت یو کارکوونکی هم، د مچلغو د بند د درې کلن کاري جدول او نورو اړوندو پروژو تر بشپړیدو، بهر ته سفر نه شي کولی.

له دې وړاندې د کابل د هوايي ډګر امنیتي مسولینو علي احمد عمثاني ته اجازه ورنکړه چې په بلخ کې د بریښنا د یوې پروژې د پرانیستلو لپاره دغه ولایت پرواز وکړي.

باید و ویل شي، چې ولسمشر د دې حکم په اړه تر اوسه پورې  اوبو او بریښنا لرې کړای شوي، وزیر څه غبرګون نه دی ښودلی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 105092

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/105092/

جمهور
  https://www.jomhornews.com