پولیس افسران نور په تورو ښيښو موټر کې د ګرځېدو اجازه نه لري

20 جوزا 1397 ساعت 10:40

د کورنیو چارو وزارت په یوه تازه اقدام کې د پولیسو په افسرانو په تورو ښيښو موټر کې د ګرځېدو راګرځېدو بندیز لګولی دی.


د کورنیو چارو وزارت په یوه تازه اقدام کې د پولیسو په افسرانو په تورو ښيښو موټر کې د ګرځېدو راګرځېدو بندیز لګولی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې کورنیو چارو وزارت وايي، دغه امر استثنا نه لري، بلکې د کورنیو چارو وزارت په تولو افسرانو به په تول هېواد کې تطبیق شي.

یاد وزارت نن یک شنبې د جوزار ۲۰ مه په یوه خبرپانه کې ویلي، د وزارت د رهبرۍ د پرېکړې پر اساس ټولو ملي پولیسو ته سپارښتنه شوې، تر څو د هغه پولیس منسوبینو چې له قانوني اسنادو پرته له تورو ښيښو او بې پیلټه موټر ګټه اخلي په جدي ډول مخنیوی وکړي.

په خبرپانه کې ویل شوي، د دغه اعلان د خپرېدو له نېټې سره سم په مرکز او ولایتونو کې ټولو هغه پولیسو ته چې تورو ښيښو موټرو استفاده کوي، خبر ورکول کېږي، چې د خپلو موټرو ښيي سپینې او د بې پلېټه او د قانوني اسنادو نه لرونکو موټرو څخه ګته وانخلي.

وزارت وايي، په خپله پرېکړه کې جدي دی او له توپیر پرته به د پولیسو پر ټولو منسوبینو د سرغړونې په وخت کې قانون پلی شي او دا اعلان باید جدي ونیسي.

کورنیو چارو وزارت د ۱۰۱ اسمايي زون له قوماندانۍ، د ساحوي زونونو له قوماندانیو او دغه راز د ټولو ولایتونو له امنیه قوماندانیو جدي غوښتي، چې دغه امر عملي کړي.

په خبرپاڼه کې ویل شوی، که چا له دغه امر څخه سرغړونه وکړه موټر ترې اخستل کېږي او له دغه سره به جدي قانوني چلند وشي.

کورنیو چارو وزارت دغه اقدام وروسته له هغې اخلي، چې دوه اوونۍ وړاندې ۱۰ ځانمرګو برید کوونکو له تورو ښيښو او زرې موټر څخه په ګټې د کورنیو چارو پر وزارت برید وکړ.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
 


 


د مطلب کود: 105111

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/105111/

جمهور
  https://www.jomhornews.com