ولسمشر غني د طالبانو له لوري د اوربند هرکلی وکړ

20 جوزا 1397 ساعت 10:57

د ولسمشر غني او طالبانو له خوا اوربند چې په تېرو ۱۶ کلونو کې د لومړي ځل له پاره او بې ساری دی، په کور د ننه او نړیواله کچه ستایل شوی دی.


افغان ولسمشر محمد اشرف غني د وسله والو طالبانو له لوري د درې ورځیني اوربند د هرکلي تر څنګ د خپل حکومت د زړه ور اقدام ستاینه کړې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د اوربند اعلان لومړی افغان ولسمشر محمد اشرف غني د تېرې پنشنبې د غبرګولي ۱۷ وکړه او ټولو امنیتي او دفاعي ځواکونو ته یې امر وکړ، چې د روژې له ۲۷ مې د اختر تر ۵ مې پورې په افغان طالبانو خپل هر ډول بریدونه ودروي.

ښاغلي غني ویلي و دغه پرېکړه یې د علماو شورا د متفقې فتوا چې افغانستان کې یې روانه جګړه ناروا بللې و او د اوربند ضمني غوښتنه یې کړې وه، په درناوي کړې ده.

هغه مهال ولسمشر غني په خپل ویډیويي پیغام کې و ویل، چې هیله لري طالبان هم اوربند اعلان کړي او د سولې خبرو ته غاړه کېږدي.

د ولسمشر غني تر دغه یو اړخیز اوربند یوازې دوه ورځې وروسته وسله والو طالبانو هم د یوې اعلامیې په خپرولو سره اوربند اعلان کړ.

د طالب ویاند ذبیح الله مجاهد له ادارسه په خپره شوې خبرپاڼه کې ټولو طالب جنګیالیو ته امر شوی و، چې د اختر لومړی، دوهمه او درېمه پر کورنیو مخالفینو(افغان دولت) خپل هر ډول تعرضي بریدونه ودروي، بندیانو ته د هغوی له کورنیو سره د ملاقات زمینه برابره او هغه بندیان چې حکومت ته د بیا ورګرځېدو هوډ نه لري او ضمانت ورکولی شي د خلاصون له پاره هڅه وکړي.

دغه راز طالب ویاند ذبیح الله مجاهد پر اعلامیې سربېره له رسنیو سره په خبرو کې و ویل، چې دوی اوربند ته پابند دي خو که برید پرې وشي نو د دفاع حق لري.

هغه دا هم و ویل، چې د دولت ټول نظامي او ملکي کارکوونکي کولای شي په آرامه او ډاډمنه فضا کې خپلو سیمو ته ولاړ شي او د ختر خوښۍ او مراسم ولمانځي.

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني پرون شنبه د غبرګولي ۱۹مه د موقت اوربند اعلان د خپل حکومت زړور اقدام وباله او د طالبانو له لورې د موقت اوربند د اعلان هرکلی يې وکړ.

ښاغلي غني په یوه بل ټوېټ کې د افغانستان له نړیوالو شریکانو لکه امریکا، بریتانیا، اروپايي اتحادیې او ناټو او همدا راز د افغانستان له خلکو مننه کړې چې په دې پرېکړو کې یې د دوی ملاتړ کړی دی.

د ولسمشر غني او طالبانو دغه اوربند او اقدام چې په تېرو ۱۶ کلونو کې د لومړي ځل له پاره او بې ساری دی، په کور د ننه او نړیواله کچه ستایل شوی دی.

په کور د ننه او بهر نړیوال ټول له دواړو خواو غواړي، چې د اوربند موده وغځوي او په دې توګه د سولې او د افغانستان د جګړې دایمي حال ته سره ورسېږي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
 
 


د مطلب کود: 105112

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/105112/

جمهور
  https://www.jomhornews.com