لرې کړای شوي وزیر مهم تړون لاسلیک کړ

20 جوزا 1397 ساعت 11:41

د ولسمشر غني له لوري د اوبو او برېښنا لرې کړای شوي وزیر علي احمد عثماني خپلې دندې ته دوام ورکړی او یو مهم تړون یې لاسلیک کړ.


د ولسمشر غني له لوري د اوبو او برېښنا لرې کړای شوي وزیر علي احمد عثماني خپلې دندې ته دوام ورکړی او یو مهم تړون یې لاسلیک کړ.

د جمهور آژانس د خبر له مخې عثماني پرون شنبې د غبرګولي ۱۹ ولسمشر غني د یوه حکم په اساس له خپلې دندې لرې او د دغه وزارت د سرپرستۍ چارې یې د وزارت مرستیال محمدګل خلمي ته وسپارلې.

د ولسمشر غني تر حکم وروسته د افغان حکومت اجرائیه رییس ډاکتر عبدالله عبدالله د ولسمشر د دغه حکم خلاف ویلي، چې د اوبو او برېښنا وزیر علي احمد عثماني دې خپلې دندې ته دوام ورکړي.

نوموړي ویلي، چې عثماني دې له چین څخه د ولسمشر تر راتګ پورې خپلې دندې ته دوام ورکړی او وروسته به بیا د ملي یووالي حکومت د کړي توافق له مخې تصمیم نیسي.

د اوبو او برېښنا وزیر هم د ولسمشر غني پر ځای د ښاغلي عبدالله خبره او حکم په غوږ کې نیولی او د برېښنا یو مهم تړون لاسلیک کړی دی.

نوموړي نن یک شنبې د غبرګولي ۲۰ مه یې د وزارت په مقام کې د  دايکندي لپاره د سولري برښنا ۱۵ ميليون ډالري تړون لاسليک کړ.

علي احمد عثماني د دغه تړون تر څنګ په یوه خبري کنفرانس کې و ویل، چې د خدمت فرصت ورته برابر شوی دی نو له همدې امله هڅه کوي چې د پروژو په پرانیستې سره په هېواد کې د خدمت جوګه شي.

باید و ویل شيو چې د عثماني د لرې کېدو لامل تر اوسه نه دی معلوم خو ویل کېږي له مودو راهیسې د ولسمشر او ده تر منځ اختلافونه روان وو.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 105114

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/105114/

جمهور
  https://www.jomhornews.com