امرالله صالح:

د راتلونکو ټاکنو د شفافیت له پاره دې موقت حکومت جوړ کړای شي

20 جوزا 1397 ساعت 12:17

د ملي امنیت پخوانی رییس امرالله صالح وايي، د راتلونکو ټاکنو د شفافیت او روڼ والي له پاره دې د اوسني حکومت پر ځای موقت حکومت جوړ کړای شي.


د ملي امنیت پخوانی رییس امرالله صالح وايي، د راتلونکو ټاکنو د شفافیت او روڼ والي له پاره دې د اوسني حکومت پر ځای موقت حکومت جوړ کړای شي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې صالح پر خپله فسبوک پاڼه لیکلي، چې د ملي یووالي حکومت خپلو تعهداتو ته ژمن دی او ایتلافي حکومته تر هغه دوم کوي او د باور وړ دي، چې پر دوه اړخیزه هوکړو ژمن پاتې شي.

نوموړي ویلي، چې د ملي یووالي اوسني حکومت خپلو کړو ژمنو ته وفا څه چې په ځینو برخو کې یې د ایتلافي حکومت هوکړه نقض کړې ده، چې له همدې امله د ټاکنو د شفافه تر سره کېدا باور پرې نه شي کېدای.

صالح زیاته کړې، چې دې مسایلو ته په پام ویلی شي، چې راتلونکې ټاکنې به شفافې نه وي ځکه حکومت به هڅه وکړي د مقابلو ډلو حقوق تر پښو لاندې کړي.

د هغه په وینا د ټاکنو د شفافیت او روڼتوب له پاره به ښه دا وي، چې د اوسني حکومت پر ځای موقت حکومت رامنځ ته او دغه بې طرفه حکومت دې شفافو ټاکنو ته زمینه برابره کړي.

دی وايي،  تر هغه به د ملي یووالي حکومت ملاتړ کوي، چې دوی پکې هدفمند حضور ولري او ډاکټر عبدالله عبدالله په رښتینې توګه د حکومت غړی وي.

د ملي امنیت پخواني رییس زیاته کړې، چې په وروستیو کې یو ځل بیا د دواړو لورو ترمنځ ستونزې ډېرې شوې دي او دوی په دې برخه کې د ډاکټر عبدالله عبدالله پرېکړې ته په تمه دي او تر هغه وروسته به اقدام کوي.

باید و ویل شي، چې د وروستیو پرېکړو له امله داسې ښکاري، چې د ولسمشر غني او عبدالله تر منځ یو ځل بیا ستونزې ډېرې شوې دي.

ولسمشر غني تېره ورځ د اوبو او برېښنا وزیر علي احمد عثماني د یوه حکم له مخې لرې کړ، خو ډاکتر عبدالله د ولسمشر د دغه حکم خلاف عثماني ته د خپل دندې پر مخ بېولو سپارښتنه کړې ده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 105117

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/105117/

جمهور
  https://www.jomhornews.com