پوتین:

د افغانستان وضعیت ته باید جدي پاملرنه وکړو، مسکو په دې برخه کې چمتو دی

20 جوزا 1397 ساعت 12:37

د روسیې ولسمشر ویلادیمیرپوتین وايي، د افغانسستان اوسني اوضاع ته په کتو د سیمې هېوادونه باید دغه هېواد ته ځانګړې پاملرنه وکړي او مسکو په دې برخه کې مرستې ته چمتو دی.


د روسیې ولسمشر ویلادیمیرپوتین وايي، د افغانسستان اوسني اوضاع ته په کتو د سیمې هېوادونه باید دغه هېواد ته ځانګړې پاملرنه وکړي او مسکو په دې برخه کې مرستې ته چمتو دی.
 
د جمهور آژآنس د خبر له مخې پوتین دغه څرګندونې نن یک شنبې د غبرګولي ۲۰ مه د چین د چینګداو ښار کې د شانګهای سازمان د غړو هېوادونو په کنفرانس کې وکړې.
 
د روسیې ولسمشر په خپلو خبرو کې و ویل، په افغانستان کې د ترهګرو فعالیتونه د دې سبب شوي، چې د سیمې هېوادونه د دغه هېواد وضعیت ته باید جدي پاملرنه وکړي.
 
نوموړي زیاته کړهو چې په افغانستان کې د روان وضعیت په اړه له خپلو ملګرو هېوادونو سره غږېدلی او مسکو چمتو دی، چې د ترهګرۍ ضد مبارزه کې د افغان حکومت ملاتړ وکړي.

هغه وايي، هېواد یې د ترهګرۍ ضد مبارزې او سولې په برخه کې د افغان حکومت ملاتړی دی.

پوتین ټینګار کړیو چې افغانستان په یوازې ځان نه شي کولی له نړیوالې ترهګرۍ او په دغه هېواد کې له شته ترهګرو ډلو سره جګړه وکړي، نو د سیمې د هېوادونو مرستې او ځانګړې پاملرنې ته اړتیا لري.

باید و ویل شي، چې د شانګهای په غونده کې د یاد سازمان د ځینو نورو غړو هېوادونو مشرانو هم له ترهګرۍ سره د مبارزې او د سولې په برخه کې له افغانستان سره د همکارۍ غږ کړی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 105119

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/105119/

جمهور
  https://www.jomhornews.com