نریندرا مودي د شانګهای غونډې مشرانو ته!

د سیمې د امنیت له پاره افغانستان کې سولې ته جدي اقدام وکړی

20 جوزا 1397 ساعت 12:50

د هندی لومړي وزیر د شانګهای سازمان غړو هېوادونو له مشرانو غوښتي، چې که غواړي ټوله سیمه کې امن او ثبات ټینګ شي، نو افغانستان کې دې د سولې له پاره جدي هلې ځلې وکړي.


د هندی لومړي وزیر د شانګهای سازمان غړو هېوادونو له مشرانو غوښتي، چې که غواړي ټوله سیمه کې امن او ثبات ټینګ شي، نو افغانستان کې دې د سولې له پاره جدي هلې ځلې وکړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي مودي، چې نن د غبرګولي ۲۰ مه د شانګهای سازمان د غړو هېوادونو د مشرانو په اتلسم کنفرانس کې وینا کوله و ویل، چې سیمه د ترهګرۍ له جدي ګواښ سره مخ ده.

نوموړي زیاته کړه، چې د دغه پدیدې د لمنځه وړلو او دغه راز په سیمه کې د امن، ثبات او پرمختګ د رامنځ ته کېدو له پاره باید په ګډه د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه وشي.

ښاغلي مودي په خپلو خبرو کې د ترهګرۍ سرچینو ته هم په نغوتې سره و ویل، چې پاکستان په سیمه کې ستونزې جوړوي او هند او افغانستان دواړه د پاکستان له لاسوهنو ځورېږي.

د هند لومړي وزیر د دغه کنفرانس له ګډونوالو وغوښتل، چې که غواړي سیمه له امن او پرمختګ څخه برخمنه او له ترهګرۍ څخه پاکه شي، نو په افغانستان کې دې د سولې د راتګ له پاره لاس په کار شي.

هغه وویل«ولسمشر غني د سولې ګامونه اوچت کړي دي او ټولو ته په کار ده، چې د هغه اقداماتو ته درناوی او د سولې له طرحې یې ملاتړ وکړي.»

د هند لومړی وزیر ټنګار وکړ، چې  د سیمې هېوادونه باید د ثبات په راوستو او د ترهګرۍ په ختمولو کې د افغان حکومت لاسنیوی وکړي او په دې توګه دې دایمي پرمختګ او ودې لپاره زمینه برابره کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې د روسیې ولسمشر ولادیمیرپوتین هم دغه کنفرانس ته د وینا پر مهال ویلي، چې د افغانستان وضعیت او له ترهګرۍ سره د دغه هېواد مبارزه جدي پاملرنې ته اړتیا لري او مسکو چمتو دی، چې د ترهګرۍ ضد مبارزه  او د سولې په برخه کې د افغانستان ملاتړ وکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
 


د مطلب کود: 105120

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/105120/

جمهور
  https://www.jomhornews.com