کندهار کې ۶۰ طالبان او ۲۳ پوځیان وژل شوي دي

20 جوزا 1397 ساعت 13:19

سیمه ییزه امنیتي چارواکي وايي، په کندهار ولایت کې د نښتې پر مهال ۶۰ وسله وال طالبان او ۲۳ افغان پوځیان وژل شوي دي.


سیمه ییزه امنیتي چارواکي وايي، په کندهار ولایت کې د نښتې پر مهال ۶۰ وسله وال طالبان او ۲۳ افغان پوځیان وژل شوي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه نښته د تېرې شنبې په شپه (دغبرګولي ۱۹) د کندهار ولایت په شاولي کوت ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې ده.

د کندهار د امنیه قوماندانۍ ویاند ضیا دراني ویلي، سلګونو طالبانو د شاولي کوټ ولسوالۍ د ینګیتان سیمه کې د پوځ پر یوه قرارګاه برید وکړ.

نوموړي زیاته کړ، چې د جګړې د پیل کېدو سره سم ملي پولیس هم د پوځیانو مرستې ته ورغلي، چې په ترڅ کې یې ۶۰ وسله وال طالبان وژل شوي دي.

درانی وايي، په وژل شویو طالب وسله والو کې د هغوی د قطعې قوماندان مقابل هم وژل شوی دی.

د کندهار د امنیه قوماندانۍ ویاند وايي، جګړې تر سهاره دوام درلود، چې په ترڅ کې یې د پوځ ۲۰ سرتېرو ته هم مرګ ژوبله اوښتې، خو دا چې وژل شوي او ټپیان څو دي، په اړه یې دقیق معلومات نشته.

په ورته وخت باوري سرچینو رسنیو ته ویلي، چې په دې جګړه کې د ملي پوځ ۲۳ سرتېري وژل شوي دي.

طالبانو هم په یاده سیمه کې د جګړې پخلی او د ۳۵ سرتېرو د وژل کېدو ادعا کړې ده، خو د خپل لوري د مرګ ژوبلې په اړه یې هېڅ نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 105124

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/105124/

جمهور
  https://www.jomhornews.com