۰

د پاکستان د پوځ مشر سبا کابل ته راځي

دوشنبه ۲۱ جوزا ۱۳۹۷ ساعت ۰۸:۳۴
ټاکل شوې، چې د پاکستان د پوځ لوی درستیز جنرال قمر جاوید باجوه د یوه نظامي پلاوي په مشرۍ کابل ته راشي.
د پاکستان د پوځ مشر سبا کابل ته راځي
ټاکل شوې، چې د پاکستان د پوځ لوی درستیز جنرال قمر جاوید باجوه د یوه نظامي پلاوي په مشرۍ کابل ته راشي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې باجوه به سبا سه شنبې د غبرګولي ۲۲ مه کابل ته راشي او د راتګ خبر یې پاکستان کې افغان سفیر حضرت عمر زاخېلوال هم تاييد کړی دی.

زاخېلوال پر خپله فسبوک پاڼه لیکلي، چې دغه پاکستاني پلاوی به د افغان حکومت له مشرتابه سره وګوی او خبرې به یې تر ډېره پر سوله، ثبات او د دواړو هېوادونو تر منځ د وروستیو خبرو اترو پر ارزونې او پرمختګ راڅرخي.

پاکستان کې افغان سفیر ښاغلي زاخېلوال ټینګار کړی، چې په دې وروستیو کې د دواړو هېوادونو تر منځ اړیکو کې پرمختګ راغلی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي