د جاپان اوبو ته نېږدې یوه امریکايي الوتکه لوېدلې

21 جوزا 1397 ساعت 8:55

جاپاني رسنۍ وايي، د امریکا یوه اف ۱۵ جنګي جیټ الوتکه د اوکیناوا سواحلو ته نېږدې د جاپان په سویل کې لوېدلې ده.


جاپاني رسنۍ وايي، د امریکا یوه اف ۱۵ جنګي جیټ الوتکه د اوکیناوا سواحلو ته نېږدې د جاپان په سویل کې لوېدلې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ویل کېږي دغه الوتکه په هوایي مانورونو بوخته وه، چې نسکوره شوې ده، خو تر اوسه یې د لوېدو لامل او د پاتې شونو د موندلو په اړه معلومان نه دي خپاره شوي.

په ورته وخت راپورنه دا هم وايي، چې د الوتکې پيلوټ له ایمني څوکۍ سره له الوتکې وتلی دی، خو تر اوسه نه دی موندل شوی.

باید و ویل شي، چې دغه اف ۱۵ جنګي جیټ الوتکه په اوکیناوا کې په کادینا نظامي اډه پورې اړونده وه.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 105142

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/105142/

جمهور
  https://www.jomhornews.com