۰

کابل او اسلام اباد، د استخباراتي معلوماتو پر شریکولو خبرې کړې دي

دوشنبه ۲۱ جوزا ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۰۵
چنايي رسنۍ وايي، افغانستان او پاکستان یو ځل بیا د استخباراتي معلوماتو د شریکولو پر سره خبرې کړې دي.
چنايي رسنۍ وايي، افغانستان او پاکستان یو ځل بیا د استخباراتي معلوماتو د شریکولو پر سره خبرې کړې دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د شینهوا خبري اژانس راپور ورکړی، چې دغه خبرې د پاکستان په راولپنډۍ کې د دواړو هېوادونو د پوځي چارواکو تر منځ تبادله شوي دي.

راپور کې ویل شوي، چې د افغانستان او پاکستان پوځي چارواکو په راولپنډۍ کې سره لیدلي دي او د بېلو مسایلو په اړه یې خبرې کړې دي.

شینهوار په خپل راپور کې زیاته کړې، دواړو لورو هوکړه کړې چې د ترهګرو د فعالیتونو او تګ راتګ په اړه به له یو بل سره معلومات شریکوي.

راپور وايي، په دې ناسته کې دا هم تایید شوې، چې به د افغانستان ځینې ارتباطي افسران په پاکستان او د پاکستان ځينې ارتباطي افسران په کابل کې وي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې دغه ارتباطي افسران به به د ترهګرو د فعالیتونو، بریدونو، تګ راتګ او نورو حرکتونو په اړه پخپلو کې معلومات شریکوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي