د افغان حکومت او شانګهای سازمان ترمنځ د تماس ډله رامنځته شوې

21 جوزا 1397 ساعت 9:29

افغان ولسمشرۍ ماڼۍ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د افغان حکومت او شانګهای سازمان تر منځ د تماس ډله رامنځ ته شوې ده.


افغان ولسمشرۍ ماڼۍ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د افغان حکومت او شانګهای سازمان تر منځ د تماس ډله رامنځ ته شوې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د ارګ نه پرون یک شنبې د غبرګولي ۲۰ مه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دې ډلې د رامنځته کېدو تړون پرون د سرمشریزې په څنډه کې د افغانستان د بهرنیو چارو د وزیر له‌خوا لاسلیک شو.

افغان ولسمشر هم د شانګهای سازمان په سرمشریزه کې د دې ډلې په رامنځته کېدو خوښي ښودلې ده او ویلي یې دي، چې په دې برخه کې د همکاریو د پراختیا په تمه دی.

ښاغلي غني زیاته کړې، چې افغانستان له جغرافیايي پلوه د اسیا د زړه او د تاریخي اړخه د هند ټاپو وزمې د دروازې په توګه چمتو دی چې د اسیا د څلورلاري په حیث عمل وکړي.

باید و ویل شي، چې افغانستان د شانګهای سازمان څارونکی دی، خو د دې سازمان له ګڼو اصلي غړو سره ‌یې د سیمې په کچه د تاپي او کاسا زر پروژو په څېر لویې پروژې پيل کړې دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 105145

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/105145/

جمهور
  https://www.jomhornews.com