د امریکا او شمالي کوریا چارواکي نن سنګاپور کې غونده کوي

21 جوزا 1397 ساعت 9:48

د امریکا او شمالي کوریا چارواکي نن په سنګاپور کې غونډه کوي چې د دواړو هېوادونو د سبانۍ سرمشریزې وروستی چمتووالی ونیسي.


د امریکا او شمالي کوریا چارواکي نن په سنګاپور کې غونډه کوي چې د دواړو هېوادونو د سبانۍ سرمشریزې وروستی چمتووالی ونیسي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د سپینې مانۍ ویاندې سارا هاکبي سندرز وايي، د امریکا او شمالي کوریا د چارواکو په نننۍ غونډه کې به د واشنګټن د پلاوي مشري په فیلیپین کې د متحده ایالاتو سفیر کوي.

ټرمپ او اون پرون یک شنبې سنګاپور ته ورسېدل، خو ټاکل شوې ده دواړه مشران سبا ته د سنګاپور په سنټوزا ټاپو کې له یو بل سره و ویني.

د ولسمشر ټرمپ او کېم ترمنځ خبرې به د کوریا ټاپو وزمې په غیر اټمي کولو او د پیونګ‌یانګ په اټمي پروګرام متمرکزې وي.

ولسمشر ټرمپ ویلي دي دا سرمشریزه د شمالي کوریا لپاره یوازنی فرصت دی او له کېم سره د خبرو پر مهال به دی په یوه دقیقه کې پوه شي چې د شمالي کوریا مشر د خپل اټمي پروګرام د بندولو په اړه جدي دی او کنه؟

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 105146

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/105146/

جمهور
  https://www.jomhornews.com