راپورونه وايي، برېتانیا به هغه لسګونو افغان ژباړونکو ته پناه ورکړي، چې په افغانستان کې یې د برېتانیايي پوځیانو سره دنده تر سره کړې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې برتانيايۍ ډېلي مېل په راپور کې ویلي، چې دغه ژپاړونکو ته به د هغوی د کورنیو سره یو ځای برېتانیا کې پناه ورکړل شي.
ورځپاڼه وايي دا چاره د دغې ورځپاڼې له هلو ځلو سره وروسته له هغه شونې شوه چې د برتانيا دفاع وزير ګاوېن ويليمسن هغه ناکامه تګلاره چې دغه ژباړن يې د طالبانو منګولو کې پرېښي و لغوه کړه.
ورځپانې لیکلي، اوس به شا وخوا ٥٠ افغان ژباړونکو ته د نويو تدبيرونو له مخې د هغوی د ښځو او ماشومانو سره یو ځای د برتانيا ويزې ورکړل شي.
جمهورخبري آژانس:کابل