برېتانیا افغان ژباړونکو ته پناه ورکوي

21 جوزا 1397 ساعت 10:00

راپورونه وايي، برېتانیا به هغه لسګونو افغان ژباړونکو ته پناه ورکړي، چې په افغانستان کې یې د برېتانیايي پوځیانو سره دنده تر سره کړې ده.


راپورونه وايي، برېتانیا به هغه لسګونو افغان ژباړونکو ته پناه ورکړي، چې په افغانستان کې یې د برېتانیايي پوځیانو سره دنده تر سره کړې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې برتانيايۍ ډېلي مېل په راپور کې ویلي، چې دغه ژپاړونکو ته به د هغوی د کورنیو سره یو ځای برېتانیا کې پناه ورکړل شي.

ورځپاڼه وايي دا چاره د دغې ورځپاڼې له هلو ځلو سره وروسته له هغه شونې شوه چې د برتانيا دفاع وزير ګاوېن ويليمسن هغه ناکامه تګلاره چې دغه ژباړن يې د طالبانو منګولو کې پرېښي و لغوه کړه.

ورځپانې لیکلي، اوس به شا وخوا ٥٠ افغان ژباړونکو ته د نويو تدبيرونو له مخې د هغوی د ښځو او ماشومانو سره یو ځای د برتانيا ويزې ورکړل شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 105147

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/105147/

جمهور
  https://www.jomhornews.com