د ننګرهار د پوهنې پر ریاست وسله وال برید د بریدګرو په وژل کېدو پای ته ورسېد

21 جوزا 1397 ساعت 10:12

سیمه ییز چارواکي وايي، د ننګرهار ولایت د پوهنې پر ریاست او طب پوهنځۍ ډلیز وسله وال ځانمرګی برید د بریدګرو په وژل کېدو سره پای ته ورسېده.


سیمه ییز چارواکي وايي، د ننګرهار ولایت  د پوهنې پر ریاست او طب پوهنځۍ ډلیز وسله وال ځانمرګی برید د بریدګرو په وژل کېدو سره پای ته ورسېده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه برید نن دوشنبې د غبرګولي ۲۱ مه سهار شاوخوا ۱۰ بجې د جلال آباد ښار په دوهمه ناحیه کې د ننګرهار د پوهنې پر ریاست او طب پوهنځۍ وشو.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼی وايي، څلور تنه ځانمرګو بریدګرو د ننګرهار د پوهنې پر ریاست او طب پوهنځۍ برید کړی وو.

نوموړي زیاته کړه، چې لومړی یوه ځانمرګي د پوهنې ریاست په دروازه کې ځان ته چاودنه ورکړې او وروسته درې نور بریدګر ودانۍ ته د ننه شول.

د هغه په وینا خو درې واړه بریدګر په ۱۰ دقیقو کې د افغان امنیتي ځواکونو له خوا د منځه یووړل شول.

د والي ویاند زیاتوي، چې په دې برید کې یوازې لس تنه ټپیان شوي، چې د درملنې په موخه ملکي روغتون ته لېږدول شوي دي.

خوږیاڼي زیاته کړه، چې د برید تر پای ته رسېدو وروسته امنیتي ځواکونو په یاده سیمه کې یو موټر بم هم کشف او شنډ کړ.

د ننګرهار د ملکي روغتون ډاکتر نجیب الله کاموال هم وایي، د برید له ځای دوی ته لس تنه ټپیان وروړل شوي دي.

تر اوسه د دغه برید مسؤولیت کومې وسله والې ډلې پر غاړه نه دی اخیستی خو له دې وړاندې داعش ډلې پوهنې په برخه کې د بریدونو ګواښ کړی وو.

جمهورخبري آژانس:ننګرهار


 


د مطلب کود: 105150

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/105150/

جمهور
  https://www.jomhornews.com