۰

هلمند کې د سیمه ییزه پولیسو د یوه قوماندان پر کور برید شوی

دوشنبه ۲۱ جوزا ۱۳۹۷ ساعت ۱۱:۳۷
سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، هلمند ولایت کې دوه تنه وسله والو کسانو د سیمه ییزه پولیسو د یوه قوماندان پر کور برید کړی دی.
هلمند کې د سیمه ییزه پولیسو د یوه قوماندان پر کور برید شوی
سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، هلمند ولایت کې دوه تنه وسله والو کسانو د سیمه ییزه پولیسو د یوه قوماندان پر کور برید کړی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ګرشک ولسوالۍ امنیه قوماندان محمد اسماعیل زیاتوی، چې دغه پېښه تېره یکشنبې د غبرګولي ۲۰ په یاده ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې ده.

نوموړي زیاته کړه، چې د امنیتي ځواکونو او وسله والو طالبانو پر دغه نښته کې درې ولسي وګړي او درې پولیس ټپیان شوي دي.

دی وايي، یو ځانمرګی بریدګر په جګړه کې وژل شوی خو بل یې له سیمې په تېښته بریالی شوی دی.
تر اوسه چا د دغه چاودنې مسؤولیت پر غاړه نه دی اخیستی.

جمهورخبري آِژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي