هلمند کې د سیمه ییزه پولیسو د یوه قوماندان پر کور برید شوی

21 جوزا 1397 ساعت 11:37

سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، هلمند ولایت کې دوه تنه وسله والو کسانو د سیمه ییزه پولیسو د یوه قوماندان پر کور برید کړی دی.


سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، هلمند ولایت کې دوه تنه وسله والو کسانو د سیمه ییزه پولیسو د یوه قوماندان پر کور برید کړی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د ګرشک ولسوالۍ امنیه قوماندان محمد اسماعیل زیاتوی، چې دغه پېښه تېره یکشنبې د غبرګولي ۲۰ په یاده ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې ده.

نوموړي زیاته کړه، چې د امنیتي ځواکونو او وسله والو طالبانو پر دغه نښته کې درې ولسي وګړي او درې پولیس ټپیان شوي دي.

دی وايي، یو ځانمرګی بریدګر په جګړه کې وژل شوی خو بل یې له سیمې په تېښته بریالی شوی دی.
تر اوسه چا د دغه چاودنې مسؤولیت پر غاړه نه دی اخیستی.

جمهورخبري آِژانس:کابل
 


د مطلب کود: 105155

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/105155/

جمهور
  https://www.jomhornews.com