کابل ښار کې چاودنې ۴ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده

21 جوزا 1397 ساعت 14:26

امنیتي چارواکي وايي، پلازمېنه کابل کې په یوه کور کې د چاودنې له امله څلورو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.


امنیتي چارواکي وايي، پلازمېنه کابل کې په یوه کور کې د چاودنې له امله څلورو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه چاودنه نن دوشنبې د غبرګولي ۲۱ مه سهار شاوخوا ۱۱:۳۰ د کابل ښار د څلورمې امنیتي حوزې اړوند د زورآباد په سیمه کې رامنځ ته شوې ده.

ځينې راپورونه وايي، چاودنه په یوه کور کې شوې، چې وروسته پولیسو یو جسد او درې تنه په ټپي حالت موندي او ورسره یوه اندازه چاودېدونکي توکي هم په دې کور کې نیول شوي دي.

د کابل د پولیسو وايي حشمت ستانکزی د چاودنې پخلي کوي خو د چاودنې د نوعیت په اړه یې څه نه دي ویلي.

ستانکزي هم ویلي، چې په دې چاودنه کې یو تن وژلش وی او درې نور ټپیان شوي، چې د امنیتي ځواکونو له خوا روغتون ته لېږدول شوي دي.

تر اوسه د دغه چاودنې مسؤولیت چا پر غاړه نه دی اخیستی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 105173

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/105173/

جمهور
  https://www.jomhornews.com