ولسمشرغني نن کندهار ته ځي

21 جوزا 1397 ساعت 14:42

ټاکل شوې ولسمشر اشرف غني نن ناوخته کندهار ولاړ شي او هلته یوې لویې غونډې ته وینا وکړي.


ټاکل شوې ولسمشر اشرف غني نن ناوخته کندهار ولاړ شي او هلته یوې لویې غونډې ته وینا وکړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د ښاغلي غني د ورتګ له پاره له وړاندې د کندهار د ولایت مقام د ودانۍ په شا اوخوا سيمو کې کلک امنیتي تدابير نیول شوي.

دولتي سرچينې وایي، تېر مازيګر کندهار ولایت ته د کابينې يو شمېر غړي هم رسېدلي.

د سرچینو د معلوماتو له مخې ښاغلی غنی به هم نن ناوخت دغه ولایت ته ولاړ شي او تر روژه ماتي وروسته به یوې لویې غونډې ته وینا وکړي.

کندهار ته د ولسمشر اشرف غني د سفر په اړه ډېر جزيات نه ‌دي په ډاګه شوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 105176

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/105176/

جمهور
  https://www.jomhornews.com