۰
د ناټو عمومي مشر:

تمه ده افغانستان کې اوربند په دایمي سوله بدل شي

سی شنبه ۲۲ جوزا ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۳۱
د ناټو عمومي مشر ینس سټولټنبرګ وايي، دغه سازمان تمه لري، چې په افغانستان کې د جګړې د ښکېلو غاړو له خوا شوی اوربند اوږد او د افغانستان د جګړې د دایمي حل له پاره لار برابره کړي.
تمه ده افغانستان کې اوربند په دایمي سوله بدل شي
د ناټو عمومي مشر ینس سټولټنبرګ وايي، دغه سازمان تمه لري، چې په افغانستان کې د جګړې د ښکېلو غاړو له خوا شوی اوربند اوږد او د افغانستان د جګړې د دایمي حل له پاره لار برابره کړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي سټولټنبرګ تېره ورځ دوشنبې د غبرګولي ۲۱ مه روم کې د ایټالیا له لومړي وزیر سره په یوه ګډ خبري کنفرانس کې و ویل، چې له وسله والو طالبانو غواړي د افغان حکومت سره کړي اوربند ته ژمن پاتې شي او په مکمله توګه یې رعایت کړي.

نوموړي په خپلو خبرو کې ویلي، ناټو د دغه اوربند هرکلی کوي او هیله لري، چې دغه ګام په افغانستان کې د دایمې سولې له پاره زمینه برابره کړي.

باید و ویل شي، افغان حکومت سر له همدا نن سه شنبې د غبرګولي ۲۲ مه چې د روژې میاشتې له ۲۷ سره سمه ده، په ټول هېواد کې د افغان طالبانو پر وړاندې اوربند اعلان کړی دی.

افغان حکومت ویلي له دغه نېټې د اختر تر ۵ مې پورې یې ټولو افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ته امر کړی، چې پر افغان وسله والو طالبانو هېڅ ډول برید ونه کړي.

دغه راز وسله والو طالبانو هم اوربند اعلان کړی خو هغوی د اوربند موده یوازې د اختر درې ورځې اعلان کړې او ټولو جنګیالیو ته یې امر کړی، چې کورنیو مخالفینو هر ډول برید بند کړي.

د افغان حکومت د اوربند هرکلۍ، ملګروملتونو، نړیوالې ټولنې، اورپايي ټولنې، ناټو، د شانګهای غړو هېوادونو، امریکا، روسیې، چین او یو شمېر نورو هېوادونو کړی دی.

دغه راز په کور دننه هم د افغان ولسمشر او وسله والو طالبانو دغه کار په بې سارې کچه ستایل شوی او له دواړو لورو یې غوښتي، چې اوربند اوږد او د سولې خبرې پیل کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي