د امریکا او شمالی کوریا د مشرانو تاریخي لیدنه:

ټرمپ او اون یو بل ته لاسونه ورکړل او خپلې خبرې یې ګتورې وبللې

22 جوزا 1397 ساعت 10:50

د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د شمالي کوریا د ولسمشر کیم جونګ اون تر منځ تاریخي لیدنه په سنګاپور کې تر سره شوه او دواړو خپلې خبرې ګتورې وبللې.


د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د شمالي کوریا د ولسمشر کیم جونګ اون تر منځ تاریخي لیدنه په سنګاپور کې تر سره شوه او دواړو خپلې خبرې ګتورې وبللې.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ټرمپ او اون پرون سنګاپور ته رسېدلی و، او نن سه شنبې د غبرګولي ۲۲ مه د افغانستان پر وخت د سهار ۵ بجې یې د تړلو دروازو تر شاه خبرې اترې وکړې.

ویل کېږي د ټرمپ او اون د ناستې د خبري پوښښ له پاره لږ تر لږه ۳۵۰۰ خبریالان سنګاپور ته ورغلي او د سپینې ماڼۍ چارکواکو خبریالانو ته ویلي، چې د امریکا او شمالي کوریا د ولسمشرانو تر منځ د بندو دروازو شاته دې خبرې شاوخوا ۴۵ دقیقو لپاره دوام درلود.

دغه لیدنه او خبرې په دقیق ډول د سینګاپور د سینټوز ټاپو په یو هوټل کې تر سره شوې او د خبرو په پیل کې ټرمپ او اون یو بل ته سره لاسونه ورکړل.

تر هغې وروسته دواړو مشرانو د بندو دروازو شاته د خپلو ژباړونکو په مرسته ځانګړې خبرې پیل کړې.

د دغو خبرو په پای کې ولسمشر ډونالډ ټرمپ او ولسمشر کېم جونګ اون د بندو دروازو شاته د پټو خبرو لپاره خونې ته تر ننولو مخکې رسنیو ته هم لنډې خبرې وکړې.

ولسمشر ټرمپ له ولسمشر اون سره د خپلې لومړنۍ کتنې په اړه  وویل، چې په دې کې شک نشته، چې دې به د ښاغلي کېم سره ډیرې ښې اړیکې ولري.

هغه ویلي) زه ډېر ښه احساس لرم، موږ به ډېرې خبرې ولرو او فکر کوم ، چې بریالي به یو. دا زما لپاره ویاړ دی او پرته له شک څخه، چې مونږ به ښه اړیکي سره ولرو.»

په ورته وخت د شمالی کوریا ولسمشر اون ویلي چې دغه ځای ته راتګ اسان نه و. او پخوانیو تعصوبونو او کړنلارو یې پر مخ خنډونه راپورته کړي و، چې اوس پرې بریالي شوي او ټول خنډونه یې شاه پرېښي او دلته دي.

ټاکل شوې د د غو کتنو وروسته به دواړه مشران نن له غرمې وروسته د خپلو هیوادونو ته ستانه شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 105191

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/105191/

جمهور
  https://www.jomhornews.com