ولسمشر افغان ځواکونو ته د لومړۍ درجه احضاراتو امر کړی

22 جوزا 1397 ساعت 10:57

افغان ولسمشر محمد اشرف غني له وسله والو طالبانو سره د اوربند له پیل سره سم افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ته د مکملې تیارسۍ امر کړی دی.


افغان ولسمشر محمد اشرف غني له وسله والو طالبانو سره د اوربند له پیل سره سم افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ته د مکملې تیارسۍ امر کړی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ولسمشر غني پرون دوشنبې د غبرګولي ۲۱ مه ماښام مهال کندهار ښار ته ولاړ او هلته یې له لوړ پوړو امنیتي او دفاعي چارواکو سره وکتل.

له ارګ نه خپره شوې خبرپاڼه وايي ولسمشر لوړپوړو امنیتي چارواکو ته امر کړی، چې اوربند له پیل سره سم ټول ځواکونه د تیارسي په حالت کې وي.

ښاغلي ولسمشر له افغان طالبانو سره اوربند د افغان ځواکونو د ځواک او پیاوړتیا بېلګه وبلله.

باید و ویل شي، چې افغان ولسمشر د تېري پنشنبې په ورځ په یوه ویډیويي پیغام کې د روژې له ۲۷ مې د اختر تر ۵ مې پورې له افغان طالبانو سره اوربند اعلان کړ او ټولو ځواکونو ته یې امر وکړ، چې په دې موده کې پر افغان طالبانو هر ډول عملیات او بریدونه ودروي.

له هغې وروسته طالبانو هم اوربند اعلان کړ خو طالبان ویلي، د دوی اوربند یوازې د اختر په دریو ورځو کې دی.

د حکومت له خوا د طالبانو سره اوربند همدا نن سه شنبې د غبرګولي ۲۲ مه په ټول هېواد کې پیل شوی دی.

د دغه اوربند هرکلۍ په کور دننه او نړیواله کچه شوی او ستایل شوی دی، خو له ښکېلو غاړو یې غوښتي، چې اوربند اوږد او د سولې خبرې پیل کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل

 
 


د مطلب کود: 105192

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/105192/

جمهور
  https://www.jomhornews.com