د امریکا او شمالي کوریا ولسمشرانو یو مهم تفاهم لیک لاسلیک کړ

22 جوزا 1397 ساعت 11:20

د امریکا او شمالي کوریا د ولسمشرانو ډونالډ ټرمپ او کېم جونګ اون د تاریخي لیدنې په ترڅ کې دواړو لورو یو مهم تفاهم لیک لاسلیک کړی دی.


د امریکا او شمالي کوریا د ولسمشرانو ډونالډ ټرمپ او کېم جونګ اون د تاریخي لیدنې په ترڅ کې دواړو لورو یو مهم تفاهم لیک لاسلیک کړی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ولسمشر ټرمپ او ولسمشر اون نن سه شنبې د غبرګولي ۲۲ سره ولیدل او تر اوسه یې څو ځلې ناستې کړې دي.

په دغه ناسته کې د دواړو مشرانو تر منځ یو مهم تړون لاسلیک شوی دی، خو دا چې جزیات یې څه دي دا به وروسته د ټرمپ او اون تر ګډ خبري کنفرانس وروسته څرګند شي.

ټرمپ د سند د لاسلیک پر مهال یوازې دومره ویلي، چې دی او اون دواړه ویاړي، چې تر بریالیو خبرو وروسته د تفاهم یو تړون په ګډه توګه لاسلیکوي.

په ورته وخت کې د شمالي کوریا ولسمشر اون هم ویلي دی ډېر خوښ دی، چې یو تاریخي سند لاسلیکوي او د امریکا له ولسمشر نه یې د دغه ناستې له برابرولو څخه مننه وکړه.

وړاندې مو و ویل، چې د دغه لاسوند جزیات تر اوسه نه دي خپاره شوي، خو ولسمشر ټرمپ ویلي وروسته له دې به د امریکا او شمالي کوریا اړیکې د تېر په پرتله ډېرې بېلې وي.

ولسمشر ټرمپ د شمالي کوریا ولسمشر کیم یاد کړ، له هغه یې د مننې تر څنګ و ویل، چې دغه خبرې اترې یې تر هغه څه چې وړاړندوینه یې کېده ډېرې بریالۍ وې.

باید و ویل شي، چې د ټرمپ او اون د لیدو، ناستو او خبرو اترو له پاره کابو ۳۵۰۰ خبریالان سنګاپور ته ورغلی او دا مهال ګڼ خبریالان د کاپلا په هوټل کې د دواړو مشرانو ګډ مطبوعاتي کنفرانس ته په تمه دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 105194

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/105194/

جمهور
  https://www.jomhornews.com