د نیوزیلند پوځي روزنکي به ۳میاشتې نور هم افغانستان کې پاتې شي

22 جوزا 1397 ساعت 12:00

چارواکي وایي، د نیوزلنډ حکومت په افغانستان کې د خپلو پوځي روزونکو د ماموریت موده درې میاشتې نوره هم وغځوله.


چارواکي وایي، د نیوزلنډ حکومت په افغانستان کې د خپلو پوځي روزونکو د ماموریت موده درې میاشتې نوره هم وغځوله.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د نیوزلند لومړۍ وزیرې جسندرا اردیرن نن سه شبنې د غبرګولي ۲۲ مه د کابینې له غونډې وروسته دا اعلان کړی دی.

نوموړي زیاته کړې، چې د درې میاشتې مودې په غځېدو سره به حکومت ته نور هم وخت ورکړل شي چې د افغانستان د ماموریت او په دغه ماموریت پورې تړلیو نورو اړوندو مسایلو باندې غور او پرېکړه وکړي.

نیوزلند له ۲۰۰۱ کال راهېسې د ناټو په چوکاټ کې په افغانستان کې د ترهګرۍ پر ضد مبارزه کې ښکېل دي او له دې مودې راهېسې یې شاوخوا ۳۵۰۰ سرتېري افغانستان کې میشت دي.

دا په داسې حال کې ده، چې ښايي د ۲۰۱۸ کال د سپتمبر په میاشت کې افغانستان کې د خپلو دغو پوځي مشاورینو د پاتې کېدو او نه پاتې کېدو په اړه پرېکړه وکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 105199

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/105199/

جمهور
  https://www.jomhornews.com