د هرات امنیه قوماندان:

طالبان د اوربند موده کې کورینو ته راتلی شي خو وسلې به ورسره نه وی

22 جوزا 1397 ساعت 12:17

د هرات امنیه قوماندان جنرال امین الله امرخېل وايي، وسله وال طالبان کولای شي د اوربند په موده کې خپلو کورونو ته راشي او له کورنیو سره وویني خو وسلې به نه ورسره راوړي.


د هرات امنیه قوماندان جنرال امین الله امرخېل وايي، وسله وال طالبان کولای شي د اوربند په موده کې خپلو کورونو ته راشي او له کورنیو سره وویني خو وسلې به نه ورسره راوړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د امرخېل په وینا هغه وسله وال طالبان چې کورنۍ یې د دولت تر کنټرول لاندې سیمو کې دي، له وسلې پرته کولای شي په آزاده توګه ورته راشي او ورسره و ویني.

نوموړي ویلي« طالبانو ته اجازه ده، چې د هرات په ښار او نورو ددولت تر نفوذ لاندې سیمو ته لاړ شي او خپلې کورنۍ وویني، خو شرط دا دی، چې وسلې به ورسره نه وي او خلکو ته به اندېښنې نه جوړي.»

په ورته وخت کې د هرات امنیه قوماندان جنرال امرخېل وايي، د اوربند له پیل وروسته به پر طالبانو هېڅ ډول بریدونه نه کوي خو که مقابل لوری برید ورباندې وکړي نو دفاع به یې کوي.

باید و ویل شي، چې د افغان حکومت له خوا د افغان طالبانو سره اوربند نن سه شنبې د غبرګولي ۲۲ مه چې د روژې ۲۷ مه ده پیل او د اختر تر ۵ مې پورې به دوام وکړي.

ولسمشر غني پرون ټولو امنیتي ځواکونو ته امر کړی، چې د اوربند په موده کې د تیارسۍ په حالت کې وي.

د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد هم افغان ځواکونه د اوربند په موده کې د تیارسی په حال کې دي او د احتمالي خطرونو د له منځه وړلو هڅه کوي.

جمهورخبري آژانس:هرات
 
 
 


د مطلب کود: 105202

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/105202/

جمهور
  https://www.jomhornews.com