ملي دفاع وزات:

نېږدې ۷۷۵۰۰ ترهګر افغانستان کې په جګړه بوخت دي

22 جوزا 1397 ساعت 12:30

د افغان پوځ لوړ پوړي چارواکي وايي، څېړنو او پلټنو ثابته کړې، چې په افغانستان کې کابو ۷۷ زره ترهګر جګړه کوي.


د افغان پوځ لوړ پوړي چارواکي وايي، څېړنو او پلټنو ثابته کړې، چې په افغانستان کې کابو ۷۷ زره ترهګر جګړه کوي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه چارواکو زیاته کړې، چې په دې ۷۷ زره جګړه ماور کې یوازې ۳ زره یې داعشیان او پاتې نور یې د نورو وسله والو ډلو غړي دي.

د ملي دفاع وزارت د پوځې روزنې قومندان لعل جان ظهیر رسنیو ته ویلي، چې  په افغانستان کې دمګړۍ ۷۷۵۰۰ه ترهګر په جګړه ییزو فعالیتونو بوخت دي.

نوموړي زیاته کړې، له دې ډلې ۳ زره یې داعشیان او ټول ټال پڼځه زره پکې بهرنیان دي، چې ټول یې په پاشلې توګه د افغانستان د سولې او ثبات د له منځه وړلو لپاره جګړه کوي.

خو وايي افغان ځواکونه پیاوړي دي او پر دې برلاسي کېږي، چې ترهګرۍ ډلې له منځه یوسي او له خپلې خاورې یې ورکې کړي.

د دفاع وزارت د پوځې روزنې قومندان زیاتوي، دې همدې له پاره ملي دفاع وزارت محلي پوځ هم جوړ کړی دی.

د هغه په وینا د سیمه ییز پوځ د افغان ځواکونو په چوکاټ کې جوړ شوی دی او ددغه پوځ مسوولیت دا دی، چې له طالبانو نیول شوې سیمې وساتي او ددوی د بیا راګرځېدو مخه ونیسي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 105203

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/105203/

جمهور
  https://www.jomhornews.com