پاکستاني رسنۍ د دغه هېواد د چارواکو له قوله وايي، وسله والو طالبانو د چین او پاکستان په منځګړیتوب له افغان حکومت سره اوربند اعلان کړی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې له پاکستانه خپرېدونکې اېکسپرس ټرېبیون ورځپاڼې په یوه مطلب کې لیکي افغان ولسمشر اشرف غني غوښتي وو، چې د سولې خبرې باید د اوربند په اعلانولو سره پیل شي.
د ورځپاڼې په وینا نو له همدې امله له اوږدو مودو راهیسې پاکستان هڅه کوله چې طالبان اوربند ته تیار کړي.
یاده پاکستانۍ ورځپاڼه وايي، پاکستان د اوربند په اعلان کې دومره رول نه درلود، خو چین طالبانو ته د اوربند ضمانت کړی دی.
ورځپاڼه کې لیکل شوي، پاکستان یوازې د چین او طالبانو ترمنځ د خبرو زمینه برابره کړې ده او اوربند د چین په ټینګار او ضمانت ترسره شوی دی.
دغه رسنۍ زیاته کړې، چې د سولې لپاره هڅې پیل شوې دي او ښایي د باور جوړولو لپاره په بل ګام کې د طالبانو ځینې بندیان هم د افغان حکومت له لوري ازاد شي.
جمهورخبري آژانس:کابل