۰

د پاکستان د پوځ مشر کابل ته راغلی او ولسمشر هم ورسره لیدلي دي

سی شنبه ۲۲ جوزا ۱۳۹۷ ساعت ۱۴:۱۵
د پاکستان د پوځ مشر کابل ته راغلی او ولسمشر غني ورسره لیدلي دي
د پاکستان د پوځ مشر کابل ته راغلی او ولسمشر هم ورسره لیدلي دي
د پاکستان د پوځ مشر جنرال جاوید قمر باجوه د یوه پلاوي په مشرۍ کابل ته رارسېدلی او ولسمشر محمد اشرف غني په ارګ کې ورسره کتلي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې باجوه نن سه شنبې د غبرګولي ۲۲ مه تر غرمې مخکې کابل ته رسېدلي چې د پاکستان د پوځ د وینا جنرال آصف غفور په وینا  هغه به د ولسمشر اشرف غني په مشرۍ د افغانستان له حکومت سره د دواړو هېوادونو پر اړيکو، ترهګرۍ ضد مبارزې او د سولې پروسې په اړه خبرې وکړي.

د افغان ولسمشرماڼۍ مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي هم وايي، چې باجوه کابل ته رسېدلی او ولسمشر له هغه سره په ارګ کې وکتل.

مرتضوي په دې اړه نور جزیات نه دي ورکړي، خو په خپله فسبوک پانه یې لیکلي، چې د دواړو هېوادونو د پلاویو په لیدونو او ناستو کې تر ډېره د سولې او پیوستون له پاره د افغانستان او پاکستان د عمل پر ګډ پلان، له ترهګرۍ سره پر مبارزه، د افغانانو په مشرۍ د سولې د خبرو پیل او د دواړو هېوادنو تر منځ د اړیکو په رغېدا خبرې اترې شوې وې.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي