د پاکستان د پوځ مشر کابل ته راغلی او ولسمشر هم ورسره لیدلي دي

22 جوزا 1397 ساعت 14:15

د پاکستان د پوځ مشر کابل ته راغلی او ولسمشر غني ورسره لیدلي دي


د پاکستان د پوځ مشر جنرال جاوید قمر باجوه د یوه پلاوي په مشرۍ کابل ته رارسېدلی او ولسمشر محمد اشرف غني په ارګ کې ورسره کتلي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې باجوه نن سه شنبې د غبرګولي ۲۲ مه تر غرمې مخکې کابل ته رسېدلي چې د پاکستان د پوځ د وینا جنرال آصف غفور په وینا  هغه به د ولسمشر اشرف غني په مشرۍ د افغانستان له حکومت سره د دواړو هېوادونو پر اړيکو، ترهګرۍ ضد مبارزې او د سولې پروسې په اړه خبرې وکړي.

د افغان ولسمشرماڼۍ مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي هم وايي، چې باجوه کابل ته رسېدلی او ولسمشر له هغه سره په ارګ کې وکتل.

مرتضوي په دې اړه نور جزیات نه دي ورکړي، خو په خپله فسبوک پانه یې لیکلي، چې د دواړو هېوادونو د پلاویو په لیدونو او ناستو کې تر ډېره د سولې او پیوستون له پاره د افغانستان او پاکستان د عمل پر ګډ پلان، له ترهګرۍ سره پر مبارزه، د افغانانو په مشرۍ د سولې د خبرو پیل او د دواړو هېوادنو تر منځ د اړیکو په رغېدا خبرې اترې شوې وې.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 105212

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/105212/

جمهور
  https://www.jomhornews.com