امریکا پر روسي نوي بندیزونه لګولي دي

23 جوزا 1397 ساعت 8:18

د امریکا متحده ایالاتو په سایبر یا انټرنیټي تخریبي فعالیتونو کې د لاس لرلو په تور پر یو شمېر روسي افرادو او کمپنیو نوي بندیزونه لګولي دي.


د امریکا متحده ایالاتو په سایبر یا انټرنیټي تخریبي فعالیتونو کې د لاس لرلو په تور پر یو شمېر روسي افرادو او کمپنیو نوي بندیزونه لګولي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې بندیزوه د امریکا د خزانې وزارت له خوا لګول شوي او وايي، د هغه افرادو او کمپنیو نومونه به خپاره کړي دي چې هغوی د مسکو له پوځ او استخباراتي ادارو سره کار کاوه او د امریکا او متحدینو پر وړاندې یې په سایبر یا انټرنیټي تخریبي فعالیتونو کې لاس لرل.

د یاد وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي، دغو کمپنیو د روسیې له فدرال ادارې سره د ټکنالوژۍ او نورو موادو په برخه کې مرسته کوله او یوه یې د همدې ادارې(FSB) له لورې کنټرولېده.

د امریکا محتده ایالات دغه راز روسیه تورنوي چې د سایبر په وسیله نور تخریبي فعالیتونه هم کوي. روسیې بیا دا تورونه رد کړي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
 


د مطلب کود: 105229

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/105229/

جمهور
  https://www.jomhornews.com