۰
ډاکترعبداالله، جنرال باجوه ته!

له ترهګرۍ سره د مبارزې او افغان سولې په برخه کې ريښتینې همکاري وکړۍ!

چهارشنبه ۲۳ جوزا ۱۳۹۷ ساعت ۰۸:۲۸
د افغان حکومت اجرائیه رییس د پاکستان د پوځ جنرال جاوید قمر باجوه ته ویلي، چې هېواد یې باید له تروریزم سره د مبارزې او په افغانستان کې د سولې او ثبات د راوستلو لپاره پوره او صادقانه همکاري وکړي.
له ترهګرۍ سره د مبارزې او افغان سولې په برخه کې ريښتینې همکاري وکړۍ!
د افغان حکومت اجرائیه رییس د پاکستان د پوځ جنرال جاوید قمر باجوه ته ویلي، چې هېواد یې باید له تروریزم سره د مبارزې او په افغانستان کې د سولې او ثبات د راوستلو لپاره پوره او صادقانه همکاري وکړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې اجراییه رییس عبدالله عبدالله پرون سه شنبې د غبرګولي ۲۲ مه د پاکستان له لوی درستیز او ورسره راغلي پلاوي سره په لیدنه کې دغه څرګندونې کړې دي.

له اجراییه ریاسته خپره شوې خبرپاڼه وايي، په یاده لیدنه کې ټینګار وشو، چې پاکستان به د افغان سولې او د سولې عمل ګډ پلان په تطبیق کې له افغان حکومت سره پوره پوره مرسته او جدي کار کوي.

په ورته وخت کې خبرپاڼه وايي، د پاکستان لوی درستیز جنرال باجوه و ویل چې، هېواد یې د افغانستان ارضي تمامیت ته احترام لري او چمتو دی چې له خپلو ټولو سیاسي، نظامي او اقتصادي وسایلو نه په ګټه اخیستنې له تروریزم سره مبارزه وکړي.

نوموړي زیاته کړې، له خپلو ټولو امکاناتو نه په استفادې به طالبان او نورې وسله والې ډلې هم له افغان حکومت سره خبرو اترو ته چمتو کړي.

باجوه په ټنیګار سره ویلي، چې د تیرو سیاسي اشتباه ګانو تکرارول د هیڅ هېواد په ګټه نه دي او په خبره یې دواړه هېوادونه باید له خپلو ټولو مشترکاتو نه په فرصت افغان خاورې ته تلپاتې سوله راولي.

اجراییه رییس هم وړاندې وویل، چې په افغانستان کې سوله او ثبات د ټولې سیمې د ثبات په مانا دی او د سولې په برخه کې له رامنځته شویو فرصتونو نه بایدښه ګټه واخیستل شي.

باید و ویل شي، چې د پاکستان د پوځ مشر پرون سه شنبې د غبرګولي ۲۲ مه د یوه پلاوي په مشرۍ کابل ته راغلی او د ملي یووالي حکومت له مشرانو سره یې د عمل پر پلان او ځینو نورو مسایلو خبرې اترې وکړې.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي