۰

د طالبانو مشر:په مستقیمه توګه امریکا سره خبرو ته چمتو یو

چهارشنبه ۲۳ جوزا ۱۳۹۷ ساعت ۰۸:۵۴
د طالبانو مشر مولوی هبة الله اخندزاده وايي، که امریکا غواړي په افغانستان کې جګړه پای ومومي نو له دوی سره دې مخامخ د سولې خبرو ته حاضر شي.
د طالبانو مشر:په مستقیمه توګه امریکا سره خبرو ته چمتو یو
د طالبانو مشر مولوی هبة الله اخندزاده وايي، که امریکا غواړي په افغانستان کې جګړه پای ومومي نو له دوی سره دې مخامخ د سولې خبرو ته حاضر شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د طالبانو مشر دغه څرګندونې په خپل اختريز پيغام کې کړې او ویلي یې دي، چې د مذاکراتو دروازه يې پرانیستې او افغانستان به روښانه او له سولې او رفاه سره مل راتلونکې ولري.

نوموړي په دغه پیغام کې خلکو ته د اختر مبارکۍ تر څنګ په هېواد کې له پانګونې ملاتړ کړى دی.

د طالبانو مشر زیاته کړې چې د طالبانو د مرام خلاصه دا ده، چې د افغانستان مسلمان ولس له خپلې اسلامي عقیدې سره سم د اسلامي نظام تر سیوري لاندې ازاد ژوند وکړي، خو په وينا، امريکا او ملګري يې غواړي افغانستان د يوې پوځي اډې په توګه وکاروي.

هغه په پيغام کې له افغانستان څخه د بهرنيو ځواکونو پر وتلو ټينګار کړى او زیاته کړې یې ده، چې افغانستان کې بايد اسلامي، خپلواک او افغان شموله نظام حاکم شي.

طالب مشر زیاتوي، چې دوى غواړي افغانان له معیاري تعلیم، شرعي نظام، خپلواکۍ، وقار، سرلوړۍ او سوله یيز ژوند څخه برخمن شي، دوى دیني او عصري زده کړې د ټولو افغانانو او افغاني ټولنې د کامیابي لپاره اړینې بولي.

مولوي هبة الله اخندزاده د ملکي تلفاتو موضوع له ډېرو مهمو او اساسي موضوعاتو څخه بللې او ولس ته ډاډ ورکړی، چې د ملکي تلفاتو د مخنیوي لپاره دوى خپل ټول وس کړی او بیا یې هم کوي.

د طالبانو مشر مولوي هبة الله اخندزاده خپلو کسانو ته سپارښتنه کړې چې له خلکو سره ښه رويه او نرم اخلاق وکړي.

باید و ویل شي چې وسله والو طالبانو له دې وړاندې هم ویلي وو چې دوی د سولې خبرې په مستقیمه توګه له امریکا سره کوي نه له افغان حکومت سره ځکه په وینا یې افغان حکومت خپلواکه نه دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي