۰

ننګرهار کې چاودنې یو ماشوم و واژه او ۷ تنه ټپیان شوي

چهارشنبه ۲۳ جوزا ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۵۶
سیمه ییز چارواکي وايي، ننګرهار ولایت کې د یوې چاودنې له امله د ماشومانو په ګډون ۸ تنو ولسي وګړو ته مرګ ژوبله واوښته.
ننګرهار کې چاودنې یو ماشوم و واژه او ۷ تنه ټپیان شوي
سیمه ییز چارواکي وايي، ننګرهار ولایت کې د یوې چاودنې له امله د ماشومانو په ګډون ۸ تنو ولسي وګړو ته مرګ ژوبله واوښته.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه چاودنه نن چهارشنبې د غبرګولي ۲۳ مه سهار نېږدې شپږ بجې د ننګرهار مرکز جلال آباد ښار کې شوې ده.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼی وايي، چاودنه د جلال آباد ښار د دوهمې ناحیې اړوند د اهنګرانو کوڅه کې د اکرام الله په نوم د یوه کس د دوکان مخې ته شوې ده.

نوموړي زیاته کړه، چې په چاودنه کې یو ۱۰ کلن ماشوم وژل شوی او د څلورو ماشومانو او خپله دوندار په ګډون ۷ تنه نور ټپیان شوي دي.

خوږیاڼي د چاودنې د نوعیت په اړه څه جزیات ورنه کړل او نه هم تر اوسه د دغه چاودنې مسؤولیت چا پر غاړه اخیستی دی.

باید و ویل شي، چې وړمه ورځ د ننګرهار ولایت چپرهار ولسوالۍ کې په یوه مېله کې هم چاودنې ۱۵ تنه ټپیان کړي و او دغه راز د ننګرهار د پوهنې ریاست او طب پوهنځي په ډلیز وسله وال برید کې هم تر ۱۵ پوري کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.

جمهورخبري آژانس:ننګرهار
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي