د ټاکنو خپلواک کمېسیون:

څه باندې ۶.۲ میلیونه رایه ورکونکو د ټاکنو له پاره نوم لیکنه کړې ده

23 جوزا 1397 ساعت 13:35

د ټاکنو د خپلواک کمېسیون چارواکي وايي، د راتلونکو ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو له پاره څه باندې شپږ میلیونه رایه ورکونکو د ټاکنو له پاره نوم لیکنه کړې ده.


د ټاکنو د خپلواک کمېسیون چارواکي وايي، د راتلونکو ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو له پاره څه باندې شپږ میلیونه رایه ورکونکو د ټاکنو له پاره نوم لیکنه کړې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د یاد کمېسیون رییس ګلاجان عبدالبدیع صیاد نن چهارشنبې د غبرګولي ۲۳ مه کابل کې د یوې خبري غونډې پر مهال و ویل، چې په ۳۴ ولایتونو کې ۶ میلیون او ۲۶۹ زره او ۷۶۴ رایې ورکوونکو نوم‌لیکنه کړې ده.

د هغه په وینا دغه شمېر رایه ورکوونکي د نوم لیکنې د بهیر له پیله تر دې مهاله ثبت شوي.

نوموړي زیاته کړه، په ثبت شویو کسانو کې ۴ میلیونه او ۳۲ زره نارینه ، ۲ میلیونه او ۱۱۸ زره ښځې شاملې دي.

په ورته وخت کې صیا د ولسوالیو شوراګانو به برخه کې د ښځو پر کم رنګه ونډې اخیستو اندېښه وښوده او ویې ویل، چې ګڼ شمېر عوامل د دې لامل شول، چې د ولسوالیو شوراګانو له پاره مېرمنې نوم لیکنه ونه کړي.

د هغه په وینا کلتوري ستونزې، د دولسم د سند نه درلودل، د سیمه ییز چارواکو توپیري چلند او ځینې نورې ستونزې وې، چې پر اساس یې د ولسوالیو شوراګانو له پاره مېرمنو نوم لیکنه ونه شوای کړای.

صیاد زیاته کړه، چې د نوم لیکنې لومړی او دوهم پړاو په بریالتوب سره پای ته رسېدلی او درېیم پړاو یې چې په لرې پرستو کلیو کې دی لا هم دوام لري.

هغه دا هم و ویل چې د ولسي جرګې له پاره د نوماندانو د نوم لیکنې بهیر پای ته رسېدلی خو د ولسوالیو شوراګانو له پاره د روانې غبرګولي میاشتې د ۲۴ پای پورې دوام لري.

باید و ویل شي، چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون د وري د میاشتې په ۲۵مه د ۳۴ ولایتونو په مرکزونو کې د رایې ورکوونکو نوم‌لیکنه پیل کړه، چې بیا دا بهیر د غوايي په ۲۵مه د ولایتونو له مرکزونو څخه ولسوالیو ته او د غبرګولي په ۱۹مه کلیو او بانډو ته هم وغځول شو.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 105244

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/105244/

جمهور
  https://www.jomhornews.com