د هند او افغانستان تر منځ د کرکټ تاریخي لوبه پیل شوه

24 جوزا 1397 ساعت 9:03

د افغانستان او هندوستان د کرکټ ملي لوبډلو تر منځ تاریخي لوبه پیل شوه او د دغه لوبې د پیل مراسمو ته د افغان حکومت اجرائیه رییس ډاکتر عبدالله عبدالله او یو شمېر نور چارواکي ورغلي دي.


د افغانستان او هندوستان د کرکټ ملي لوبډلو تر منځ تاریخي لوبه پیل شوه او د دغه لوبې د پیل مراسمو ته د افغان حکومت اجرائیه رییس ډاکتر عبدالله عبدالله او یو شمېر نور چارواکي ورغلي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه لوبه نن پنشنبې د غبرګولي ۲۴ مه د هندوستان د بنګلور ښار په اېم- چيناسوامي لوبغالي کې پیل شوې ده.

د افغانستان او هند تر منځ دغه لوبه ځکه تاریخي ده، چې افغانستان په لومړي ځل د ټېسټ لوبه له یوې داسې لوبډلې سره کوي، چې په ټېسټ لوبه کې د نړۍ په کچه لومړی درجه ده.

افغانستان تېر کال په همدې تاریخ د کرکټ د نړیوالې شورا له خوا د ټېسټ یا پنځه ورځنۍ لوبې درجه تر لاسه کړه.

د لوبې پچه هند لوبډلې ګتلې او خپله لومړی پاړنۍ توپ وهنه یې پیل کړې ده.

د دغه تاریخي لوبې د پیل مراسمو ته د افغان حکومت اجرائیه رییس ډاکتر عبدالله عبدالله او یو شمېر نور افغان چارواکي او د ولسي جرګې ځینې غړي هم ورغلي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 105264

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/105264/

جمهور
  https://www.jomhornews.com