۰

جنرال رازق وايي، د ټاکنو په چارو کې یې مداخله نه ده کړې

پنجشنبه ۲۴ جوزا ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۱۷
د کندهار امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق وایي، د ټاکنو به چارو کې یې هېڅ ډول مداخله نه ده کړې او په دې اړه شوې څرګندونې یې رد کړې دي.
جنرال رازق وايي، د ټاکنو په چارو کې یې مداخله نه ده کړې
د کندهار امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق وایي، د ټاکنو به چارو کې یې هېڅ ډول مداخله نه ده کړې او په دې اړه شوې څرګندونې یې رد کړې دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ټاکنو د خپلواک کمېسیون مشر ګلاجان عبدالبدیع صیا تېره ورځ کابل کې د یوې خبري غونډې پر مهال و ویل، چې په ولایتونو کې ځینې والیان او امنیه قوماندانان د ټاکنو په چارو کې مداخله کوي.

نوموړي د بېلګې په توګه د کندهار امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق یاد کړ، چې په ټاکنیزو چارو کې لاسوهنه کړې او له ټولو والیانو او قوماندانانو یې وغوښتل، چې له دغه کار څخه لاس واخلي.

خو د کندهار امنیه قوماندان جنرال رازق د ټاکنو د خپلواک کمېسیون د مشر دغه تور په کلکه رد کړ او واي،د کندهار ولایت په انتخاباتي چارو کې مداخله کړې ده.

د کمېسیون مشر و ویل، چې یو شمیر والیان او د امنیه قوماندانان د مکتبونو په استولو سره د یو شمیر ځانګړو کاندیدانو په اړه د هغوی دنوم لیکنې بهیر ورو کړی او یو شمیر کسانو ونه شو کړای چې خپل نومونه ثبت کړي.

خو جنرال رازق ادعا کوي چې د کندهار په ولایت کې د ۱۳۰ یا ۱۴۰ تنو پورې نوماندان وو چې د امنیه قوماندانۍ ورته استعلامونه ورکړي وو چې سوابق یې وڅیړل شي چې کومخ جرمي سابقه ونلري.

د کندهار امنیه قومانداني د افرادو د جرمي سابقې پلټل خپل حق ګڼي وايي، د پنځو یا شپږو تنو د نوم لیکنې کار بند شوی چې د هغه په وینا په جرمونو مرتکب شوي وو.

جنرال رازق د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون مستق والی تر پوښتنې لاندې راوړ او ادعا یې وکړه چې ددې ولایت په اوه ولسوالیو کې نوم لیکنه نده شوې او نه انتخاباتي مواد انتقال شوي او نه هم تذکرې توزیع شوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 

 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي