هند او چین په افغانستان کې د ګډ کار لپار پروژه ځانګړې کوي

24 جوزا 1397 ساعت 9:58

د هند د بهرنیو چارو وزارت چارواکو ویلي، هند او چین په افغانستان کې د ګډ کار لپاره هڅه کوي یوه ځانګړې پروژه انتخاب کړي.


د هند د بهرنیو چارو وزارت چارواکو ویلي، هند او چین په افغانستان کې د ګډ کار لپاره هڅه کوي یوه ځانګړې پروژه انتخاب کړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې یاد وزارت چارواکو زیاته کړې، چې او اوس ددغه پروژې پر مشخصولو کار روان دی.

د هند د بهرنیو چارو وزارت په وینا د چین ولسمشر شي جين پېنګ او د هند لومړي وزیر په ووهان کې د لومړي ځل لپاره په افغانستان کې پر ګډ کار خبرې وکړې.

سرچینه زیاتوي د شانګهای همکاریو سازمان د کنفرانس په څنډه کې هم د دواړو لورو ترمنځ پر یادې مسئلې خبرې شوې دي او پر دې سلا شوې چې هند او چین به د ګډ کار لپاره یوه پروژه په ګوته کوي.

چین او هند تر دې وړاندې ویلي وو، چې د افغانستان د پرمختګ او همدا راز د چین-هند اړیکو د ښه کولو لپاره به دواړه لوري په افغانستان کې ګډې پروژې پيلوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 105268

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/105268/

جمهور
  https://www.jomhornews.com