۰
لویه څارنوالي:

په ټاکنو کې د جعل او درغلیو قضیې په جدي توګه څېړل کېږي

پنجشنبه ۲۴ جوزا ۱۳۹۷ ساعت ۱۳:۵۵
د افغانستان د لويې څارنوالۍ چارواکي وايي، تر اوسه پورې لسګونه کسان د ټاکنیزو جرایم په تور په ځانګړې توګه د جعلي پېژندپاڼو جوړلو او پېژندپاو د پیر او پلور په تور نیول شوي دي.
په ټاکنو کې د جعل او درغلیو قضیې په جدي توګه څېړل کېږي
د افغانستان د لويې څارنوالۍ چارواکي وايي، تر اوسه پورې لسګونه کسان د ټاکنیزو جرایم په تور په ځانګړې توګه د جعلي پېژندپاڼو جوړلو او پېژندپاو د پیر او پلور په تور نیول شوي دي.

 د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د لویې څارنوالۍ ویاند چمشېد سولي نن پنشنبې د غبرګولي ۲۴ مه کابل کې د خبري غونډې پر مهال و ویل، نیول شویو کسانو په ټاکنو کې درغلیو ته زمینه برابره وله.

نوموړي زیاته کړه، چې د جعل او تذویر په تړاو لویې څارنوالۍ ته ۲۴ دوسیې رسېدلې او تشکیل شوې دي، چې په تور یې ۵۸ تورن کسان نیول شوي دي.

د هغه په وینا د جعل او پېژندپاڼو کې د پېر او پلور دغه پېښې، په لغمان، ننګرهار، هرات، قندوز، کندهار، فاریاب، سرپل، پروان، خوست، پکتیا، بادغېس او کابل کې رامنځ ته شوې دي.

د لویې څارنوالي ویاند زیاته کړه، چې دوی به دغه دوسیې په جدي دول وڅېړي او هېچا ته به هم اجازه ورنه کړي، چې په ټاکنو کې لاسوهنه وکړي.

جمشېد خبردارۍ ورکړ او ویې ویل هغه کسان چې په ټاکنو کې د درغلۍ هڅې کوي د قانون منګولو ته سپارل کېږي.

د افغانستان لویې څارنوالۍ ویلي چې حکومت شفافو ټاکنو ته ژمن دی او هغه کسان چې ددغه ملي پروسې د بدنامولو، خرابولو او یا درغلۍ هڅه وکړي د قانون منګولو ته سپارل کېږي او سخته جزا ورکول کېږي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي