ایټالیا وايي له افغان امنیتي ځواکونو یې ملاتړ دوامدا او اوږد دی

29 جوزا 1397 ساعت 9:40

د ایټالیا دفاع وزیرې افغانستان یو دوست هېواد یاد کړی او وايي، له افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د ایټالیا ملاتړ به دوامداره او اوږد وي.


د ایټالیا دفاع وزیرې افغانستان یو دوست هېواد یاد کړی او وايي، له افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د ایټالیا ملاتړ به دوامداره او اوږد وي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې وزیرې الیزابت ترینتا دغه څرګندونې د افغان حکومت له اجرائیه رییس ډاکتر عبدالله عبدالله سره په خپل هېواد کې د لیدنې پر مهال کړې دي.

د افغان حکومت اجرائیه رییس ایټالیا ته په سفر تللی او هڅه کوي، چې له بهرنیو چارواکو سره د افغانستان د روان حالت په اړه د خبرو اترو ترڅنګ د وچکالۍ ځپلو له پاره مرسته راټوله کړي.

نوموړي د ایټالیا له دفاع وزیرې سره د بېلا بېلو موضوعاتو په اړه خبرې کړې او هغې هم د ناټو په چوکاټ کې یې په افغانستان کې د پاتې کېدو ډاډ ورکړی دی.

ډاکتر عبدالله هم له افغانستان سره د ایټالیا له مرستو او دغه راز له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د هغوی د قربانیو یادونه کړې او هغه یې ستایلې دي.

هغه په خپلو خبرو کې ویلي، چې افغان امنیتي ځواکونه له سولې او د نړیوال امنیت څخه دفاع کوي، چې باید نړیوال ورسره په دې برخه کې مرسته او همکاري وګړي.

افغان اجرائیه رییس له افغان ځواکونو سره د ایټالیا د مرستو پر دوام ټینګار کړی تر څو د ده په وینا دغه ځواکونه په خپلو پښو ودرېږي.

باید و ویل شي، چې په دې ناسته کې د سولې، د داعش د فعالیت، سیمه ییزه اړیکو، له پاکستان سره پر اړیکو او له ترهګرۍ سره پر مبارزې خبرې اترې وشوې.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 105356

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/105356/

جمهور
  https://www.jomhornews.com